د علي وزیر پر مقدمه د کابلخېلو دړکه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د شمالي وزیرستان د کابلخیلو قبیلي مشرانو پرون په یوه جرګه کې ویلي، که حکومت د پښتون ژغورنې تحریک پر یوه مخکښ او قامي اسمبلۍ پر غړي علي وزیر او د هغه پر ۱۲ ملګریو د کرم تنګي بند جوړولو پرضد له غونډې وروسته شوې مقدمه بیرته وانخیسته نو دوی به په راتلونکیو انتخاباتو کې خپلې رایې نه کاروي.
د کابلخېلو مشر فقیر سلطان بېګاه ناوخته مشال راډيو ته وویل، دا مقدمه دوی د خپلې ټولې قبیلي پرضد ګڼي.
په یاده مقدمه کې ویل شوي چې د مې پر لومړۍ نېټه د کابلخېل قبیلي او د پښتون ژغورنې غورځنګ غړيو د کرم تنګي ډېم جوړولو پرضد په غونډه کې علي وزیر او نورو کسانو په خپلو ویناګانو کې ولس د پاکستاني پوځ پرضد راپارولی وو خو علي وزیر او ملګرو یې پر هغوی لګېدلي تورونه رد کړي دي.
د عمر دراز وزیر راپور