حسن روحاني پر ایراني ولس د یو والي غږ کړی

د ایران ولسمشر حسن روحاني

د ایران ولسمشر په خپلو وطنوالو غږ کړی چې د امریکا د بنديزونو په نتيجه کې په اقتصادي ستونزو د قابو موندولو لپاره دې د يووالي مظاهره وکړي.

د ايران سرکاري خبري اژانس ايرانا د مې پر ۱۱مه، د ولسمشر حسن روحاني په حواله لیکلي، د دښمنانو فشارونه د جنګ په معنا دي چې د اسلامي انقلاب په تاریخ کې بېلګه نه لري.

ولسمشر روحاني دا هم ویلي چې له تهران سره د نړيوالو قدرتونو اټومې لوطنامې څخه د امريکا د وتلو او بنديزو له وجې د هېواد اقتصاد د تېرکال پرتله خراب شوی دی.

بل پلو، په ايران کې د سختو اقتصادي ستونزو له وجې خلک په احتجاج دي.

دا په داسې حال کې ده چې امريکا په منځني ختيځ او خليج فارس کې خپل ځواکونه زيات کړي دي او د ځمکنيو او سمندري عملياتو لپاره کاريدونکي بېړۍ او د پېټرياټ ميزايلو يوه څانګه ځای پرځای کوي.

د واشنګټن په اند د دې ګام هدف د ايران لخوا د مخ په زياتېدونکي خطر مخنيوی کول دي.

د امريکا دفاع وزارت لخوا د مې پر۱۰مه دغه اعلان پر داسې وخت شوی چې په دې وروستيو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ کړکېچ ډېر زيات شوی.

امريکا د ايران د تيلو او داوسپنې په صادراتو يو لړ بنديزونه لګولي دي.

د دې بنديزونو هدف په ايران فشار زياتول دي چې د امريکا په خبره تهران خپل زيان رسونکي فعاليتونه ودروي. خو تهران دغه تورونه ردوي او وايي ایټمي هلې ځلې یې د سولییزو اهدافو لپاره دي.