اسیه بي بي له پاکستانه وتلې ده

پاکستان د دې خبرې پخلی وکړ چې د سپريم کورټ په مقدمه کې له مذهبي سپکاوي سپینه شوې عیسوۍ ښځه اسيه بي بي له هېواده بهر تللې ده.

د بهرنیو چارو وزارت وايي اسيا بي بي د پاکستان یوه ازاده وګړې ده او په خپله خوښه له هېواده بهر تللې ده.

د زيارت په ورځ اونيزې خبري غونډې پرمهال د پاکستان بهرنیو چارو وزارت وياند ډاکټر محمد فیصل د یوې پوښتنې په ځواب کې وويل عيسوۍ ميرمن اسيه بي بي له هېواده بهر تللې ده خو نوموړي دا ونه ويل چې کوم ملک ته تللې ده او کله ولاړه.

د امريکا سي اېن اېن ټېليويژن د هغې وکيل سيف الملوک له خولې ويلي چې اسيه بي بي کاناډا ته تللې ده.

د اسیه بي بي وکیل سیف الملوک

تر دې وړاندې تېر کال هم وکيل سيف الملوک ورته خبره کړې وه خو د پاکستان بهرنيو چارو وزارت ویاند ډاکټر محمد فيصل د خبرې غونډې پر مهال دا خبره رد کړه.

پر اسيه بي بي باندې په د ۲۰۰۹ م کال په جون مياشت کې د توهين رسالت تور لګېدلی وو چې وروسته په ۲۰۱۰ م کال عدالت هغې ته د مرګ سزا واوروله.

تر نهه کلونو پورې د زندان د مرګ په کوټه کې تر پاته کېدو وروسته د ۲۰۱۸ م کال د اکتوبر پر ۳۱ مه نېټه د پاکستان سپريم کورټ د اپيل درخواست اورېدو پر مهال اسيه بي پی بې ګناه ګرځولې وه او د خوشېکولو حکم کړی وو.

د فیصلې پرضد د پاکستان مذهبي ګوندونو په تېره بيا د تحريک لبيک يا رسول الله پارېدلو ملاتړو په ټول پاکستان کې له تشدده ډکې مظاهرې وکړې.

وروسته قاري سلام په نوم يو کس په سپريم کورټ ته فيصلې ته له سره د کتنې درخواست ورکړ چې تر اورېدنې وروسته عدالت دغه اپیل هم خارج کړ.

حکومت تر خوشي کولو وروسته اسيه بي بي د ملتان له زندانه په هيلي کاپټر کې نامالوم ځای ته وړې وه.