مشرف بنګش: د پښتنو د منظم خدمت لپاره مې موسيقۍ ته مخه کړې

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پښتو ژبې ځوان سندرغاړی مشرف بنګش وايي چې غوښتل يې د يوې منظمې لارې د پښتنو خدمت وکړي او د ده په اند موسيقي ورته مناسبه لاره ښکاره شوه. نوموړي د مشال راډيو خپرونې ((له اسحاق خان سره هنري بنډار)) کې وويل چې ټولې سندرې يې د پښتنو او وطن په اړه دي.