امریکا پر اسراییلو راکټي بریدونه وغندل

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د مې پر څلورمه، د فلسطیني وسله والو لخوا پر اسراییلو د راکټي بریدونوغندنه وکړه.

وسله والو په اسراییل ۴۰۰ راکټونه ویشتلي دي او په جواب کې یې اسراییل په غزه کې ۲۰۰ اهداف په هوايي بریدونو کې په نښه کړي چې پکې یو شمېر کسان وژل شوي دي.

د اسرایلیانو او فلسطینیانو تر منځ دا ورستی تاوتریخوالی له هغې وروسته مخې ته راغلی چې د مې پر درېمه په ورځ اسراییلو په هوايي برید کې د مذهبي ډلې حماس دوه وسله وال وژلي وو.

د اسراییل پوځ ویلي دغه هوايي برید یې د حماس ډلې لخوا د هغو ډزو په ځواب کې کړی وو چې پکې له پولې سره نږدې د اسراییلو دوه پوځیان ژوبل شوي وو.