د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو د وزارت ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد ویلي ، د سولې د یو پروسې حتمي نتیجه دا وي چې ټولې غاړې وسلې کښېږدي.
نوموړي دا خبره د مې پر څلورمه پر ټویټر پاڼه لیکلې ده.
زلمي خلیلزاد زیاته کړې چې “د دې نتیجې ترلاسه کولو لپاره ضروري ده چې ټولې غاړې د تشدد پر را کمولو رضا شي او دا په اخلاقي توګه هم د ذمه وارۍ لاره ده.”
نوموړي د دې ټویټ په پای کې لیکلي دي چې “موږ تیار یو”.
طالب ویاند ذبیح الله مجاهد تر دې وړاندې د زلمي خلیلزاد د یو ورته ټويټ په ځواب کې لیکلي وو چې “خلیلزاد دې له موږ د وسلې ایښودلو تمه نه کوي.”
دا په داسې حال کې ده چې د امریکايي چارواکو او طالب پلاوي ترمنځ د خبرو اترو شپږم پړاو د مې میاشتې پر لومړۍ نېټه په قطر کې پیل شوې دي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې چې دا خبرې اترې دوه ورځې نور هم دوام وکړي.
په قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند سهیل شاهین وايي چې دوی له امریکايي لوري سره په مذاکراتو کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو د زماني جدول پر سر د اختلافاتو له منځه وړلو او نورو مسایلو پر سر هوکړې ته نږدې شوي دي.
بل خوا د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر هم وايي چې د قطر د شپږم پړاو مذاکراتو په اجنډا کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتل او د افغانستان له خاورې د بل چا په ضد د کار نه اخیستلو موضوعات شامل وو چې پرمختګ په کې راغلی دی.
طالب او امریکايي چارواکو د دې خبرو اترو په اړه تر اوسه رسمي څرګندونې نه دي کړې.
خو د افغانستان د خلاصون لارې شورا مشر او پخوانی طالب چارواکی سیدا اکبر اغا وايي، ټاکل شوې چې د امریکايي استازو او طالب پلاوي ترمنځ خبرې اووم پړاو ته ولاړې شي.
راپور: رحمت الله افغان