د افغانستان مشورتي لویه جرګه په انځورونو کې

افغان ولسمشر اشرف غني د مشورتي لویې جرګې تالار ته پر لار. 

د افغانستان د سولې په مشورتي جرګه کې له ۳،۰۰۰ زیات کسان ګډون کوي.

د لویې جرګې ګډونوال به افغان حکومت ته له طالبانو سره د سولې په اړه مشوره ورکړي.

جرګې ته له هر ولایته منتخب استازي ورغلي. 

د افغانستان ځېنو سیاستوالانو له جرګې څخه پرېکون اعلان کړی. 

د لویې جرګې ۳۰ سلنه ګډونوال، ښځې دي. 

جرګې ته د پاکستان او ایران مېشتو افغان کډوالو استازي هم ورغلي. 

اشرف غني په وینا کې وویل، هره مشوره چې جرګې ورکړه، عملي کوي یې. 

له افغان اساسي قانون سره سم، ولسمشر پر مهمو موضوعاتو د ولس نظر معلومولو لپاره لویه جرګه وربللی شي. 

جرګې ته په ورغلیو کسانو کې چارواکي او د پارلېمان غړي هم شامل دي. 

Afghanistan (April 29, 2019): Over 3,000 people are participating in Consultative Loya Jirga of Afghanistan in the capital Kabul on April 29.

جرګې ته قومي مشران هم ورغلي. 

په جرګه کې به کمېټۍ جوړېږي او بحثونه به کوي. 

طالبانو د سولې مشورتي جرګه نامشروع بللې ده. 

افغان ولسمشر اشرف غني په خپله وینا لویه جرګه پرانیسته.