سیند حکومت نرښځیان په پولیسو کې ګماري

نرښځیانو په بیا بیا په پاکستان کې له توپیرپالنې شکایت کړی

د سیند صوبې چارواکي وايي، نرښځيان کولای شي د صوبې په پوليس څانګه کې د چارواکو په حېث خپله دنده ترسره کړي.

د سیند پوليسو مشر سيد کليم امام د اپرېل پر ۲۴مه رويټرز خبري اژانس ته وويل:"موږ به نرښځيانو ته د هغو د تعليم مطابق څوکۍ ورکوو."

ده زیاته کړه چې که څوک له کالج یا پوهنتونه فارغ شوي وي او د سیالۍ په امتحان کې بریالی شي نو ښې څوکۍ به ورکوي.

په ۲۰۰۹ز کال کې د پاکستان سپريم کورټ په هغه هېواد کې نرښځيانو ته خپل ځانګړی حیثيت او د هېواد د نورو وګړو په څېر مساوي حقونه ورکړل.