اپوزیشن ګوندونه د پښتونخوا اسمبلۍ له کمېټیو مستعفي شول

د پښتونخوا په اسمبلۍ کې اکثریت له تحریک انصاف سره دی

پراګ - په خیبر پښتونخوا کې د اپوزیشن مشر اکرم خان درانی وايي، ټولو مخالفو ګوندونو د اسمبلۍ د کمېټیو له مشریو او غړیتوبه استعفاګانې ورکړې دي.

نوموړي د اپرېل ۲۴مې پر مازیګر له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل، په اسمبلۍ کې د ۱۰ کمېټیو او ورسره د درو ضلعي پرمختیايي مشورتي کمېټیو مشرۍ له اپوزیشن ګوندونو سره وې او له دې علاوه، د اپوزیشن ګوندونو ۳۵ سیاستوالان په اسمبلۍ کې د بېلا بېلو کمېټيو غړي هم ول.

د دراني په خبره، حکومت چې خپلې ژمنې عملي نه کړې نو د اپرېل پر ۲۳مه یې د ټولو کسانو استعفاګانې د اسمبلۍ سپیکر مشتاق غني ته ورکړې.

حکومت چې نن څه ووایي، سبا ته ورباندې عمل نه کوي. ما خو په تاریخ کې داسې نه دي لیدلي چې د مشرانو خبرې هم ګپ شپ شي.
اکرم خان درانی

ده تور پورې کړ چې د تحریک انصاف حکومت نه اپوزیشن ګوندونو او سیاستوالانو ته د پرمختیايي چارو پیسې ورکوي او نه یې ورسره کړې ژمنې عملي کړې دي:

"موږ څو ځلې له مشتاق غني صاحب سره جرګې وکړې. بیا هغوی څلور وزیران ټاکلي ول، له هغوی سره مو هم جرګې وکړې. خو حکومت چې نن څه ووایي، سبا ته ورباندې عمل نه کوي. ما خو په تاریخ کې داسې نه دي لیدلي چې د مشرانو خبرې هم ګپ شپ شي. خالي پیسې [او فنډونه] نه دي. اصلاً د اپوزیشن خپل رول دی."

اکرم خان دراني وویل، د کمېټیو مشران او غړي د متحده مجلس عمل، پیپلز ګوند، مسلم لیګ (ن) او عوامي نیشنل ګوند سیاستوالان دي.

د عوامي نیشنل ګوند په استازیتوب د صوبايي اسمبلۍ غړی خوشدل خان هم تاییدوي چې ټولو اپوزیشن ګوندونو د کمېټیو له مشرۍ او غړیتوبه استعفاګانې ورکړې دي.

موږ هېڅوک له دېوال سره نه دي لګولي.
عبدالکریم خان

دراني زیاته کړه چې صوبايي حکومت ورسره ژمنه کړې وه چې اپوزیشن ته به د هغو ضلعي پرمختیايي مشورتي کمېټیو یا ډي ډي اې سي مشري ورکوي چې ورڅخه د تحریک انصاف نوماند د ۲۰۱۸ز کال په انتخاباتو کې نه وي بریالی شوی، خو په وینا یې دا ژمنه یې هم عملي نه کړه.

پر دې موضوع مو د خیبر پښتونخوا د اسمبلۍ له سپیکر مشتاق غني او له وزیرانو سره رابطې وکړې خو بریالي نشو.

البته په اسمبلۍ کې د واکمن تحریک انصاف یو سیاستوال عبدالکریم خان د اپوزیشن تورونه ردوي.

دی وايي، حکومت د اپوزیشن ټولو سیاستوالانو ته د پروژو لپاره پیسې ورکوي: "دا خو زما خیال دی واحد حکومت دی چې د اپوزیشن تقریباً ټولو [مشرانو] ته یې د کمېټیو مشرۍ ورکړې دي، او د دې لپاره چې د دوی له تجربو ګټه واخیستای شي. [په فنډونو] کې د اپوزیشن خپله برخه ده او د حکومت خپله ده. موږ هېڅوک له دېوال سره نه دي لګولي. په [جاري]سکیمونو کې د دوی سکیمونو ته هم [پیسې ورکول کېږي] او زموږ ته هم."

کریم خان زیاتوي چې د اپرېل پر ۲۶مه به حکومت د خیبر پښتونخوا اسمبلۍ غونډې پر مهال د اپوزیشن د مرورو سیاستوالانو د پخلا کولو هڅه وکړي.

دی ډاډ ورکوي چې د اپوزیشن سیاستوالان به بیا د اسمبلۍ د کمېټیو مشري او غړیتوب تر لاسه کړي.