د شمالي کوریا مشر د روس له ولسمشر سره د لیدو لپاره له پیانګ یانګ څخه ولایو سټاک ښار ته ورسېد.
د شمالي کوریا سرکاري خبري اژانس سي این ای د اپرېل پر ۲۴مه ویلي، کیم جون اون سره حکومتي او پوځي چارواکي هم ملګري دي.
هغه به سبا له ولایمیر پوتین سره وویني.
د کریملین یو چارواکي یوري اوشاکوف د اپرېل پر ۲۳مه روسي خبري اژانس ار ای ای نو وستي ته وویل، دواړه مشران به د کوریا ټاپوزمې کې د اټومي مشکلاتو په اړه به د سیاسي او سفارتي حل لارې د راویستو په اړه خبرې وکړي.