د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد په دوحه کې د بین الافغاني خبرو پر ځنډېدو خواشینی ښودلې او ویلي یې دي چې له ښکېلو اړخونو سره په تماس کې دی او هغوی هڅوي چې خبرو اترو ته ژمن پاتې شي.
زلمي خلیلزاد د اپرېل پر ۱۸مه شپه ناوخته وروسته له هغې چې افغان حکومت د قطر د غونډې لغوه کېدو اعلان وکړ، پر خپل ټویټر ولیکل چې خبرې اترې د سیاسي هواري او دوامدارې سولې یو مهم ټکی دی او بل بدیل نه لري.
(1/2) I%27m disappointed Qatar%27s intra-Afghan initiative has been delayed. We%27re in touch with all parties and encouraged that everyone remains committed to dialogue and the #AfghanPeaceProcess. pic.twitter.com/iCaHqf8vyw
— U.S. Special Representative Zalmay Khalilzad (@US4AfghanPeace) April 18, 2019
نوموړي پر ټولو خواوو غږ کړی چې له فرصته دې استفاده وکړي او د غونډې د ګډونوالو په یو داسې لېست دې سره سلا شي چې د ټولو افغانانو استازیتوب وکړي.
نوموړي زیاته کړه، که ده ته د مرستې اړتیا پېښه شي، مرستې ته چمتو دی.
د ارګ ماڼۍ د اپرېل پر ۱۸مه شپه په یوې اعلامیه کې د دوحې د ناستې د لغوه کېدو علت دوحې ته د تلونکي افغان پلاوي په منلو کې د قطر پاتې راتلل بلل شوي.
د افغانستان حکومت تېره سې شنبه د افغان سیاستوالو، حکومتي چارواکو، مدني فعالانو، افغان ښځو او خبریالانو ۲۵۰ کسیزه لېسټ خپور کړ چې تمه وه د قطر په بین الافغاني ناسته کې ګډون وکړي.
تر دې مخکې طالبانو د چارشنبې پر ورځ په یوه اعلامیه کې د افغانستان له لوري خپور شوی لېسټ اوږد او نه مننونکی بللی وو.
د دوحې د شخړو او بشري مرستو مرکز چې د دې غونډې کوربه توب یې کاوه، هم تایید کړې چې د غونډې د ګډونوالو پر سر لا هم هوکړه نه ده شوې او په دې برخه کې یې یوې اجماع ته اړتیا شته.
د دې ادارې مشر سلطان برکات په یوې اعلامیې کې ویلي چې ټول ښکېل لوري دوحې ته د راتلونکو استازو د شمېر پرسر د اختلافونو د هوارولو لپاره کار په ګډه کوي.
۱/۴ په ډیر تاسف سره چې د سولې بین الافغاني کنفرانس چې د د دوحې د شخړو او بشري مرستو د مرکز لخوا د اپریل په ۲۰ او ۲۱ نیټه ترسره کیدو، ځنډیلی دی. له بده مرغه لا هم د ګډونوالو پرسر د اجماع جوړولو اړتیا شته. #دافغاني_سولې_پروسه
— Sultan Barakat (@BARAKAT_Sultan) April 18, 2019
څرګنده نه ده چې د ګډونوالو د لېست پر سر راپورته شوي اختلافات به کله هوار شي؟