جمرود کې میله لګېدلې ده

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د قبایلي ضلعو د لوبو د ډایریکټوریټ چارواکي وایي په دې کې له باجوړه تر وزیرستانه په سلګونه لوبغاړي برخه اخلي او ۲۶ لوبې پکې شاملې دي او تر دوه ونیو پورې به دوام لري. نوموړي دا هم وویل چې په خېبر کې به د لوبو میدانونه جوړوي او خلکو ته به یې تفریحي موقعې ورکوي او سیاحت ته به یې وده ورکوي. په دې اړه د فرهاد شینواري ویډیويي رپورټ وګورئ.