قطر ته د تلونکي افغان پلاوي سفر وځنډېد

ارشیف، په قطر کې د طالب استازو دفتر, June 18, 2013

د افغانستان دولت ګومارلی پلاوی چې نن د قطر پلازمېنې دوحې ته تلی خپل تګ وځنډاوه.

د دغه پلاوي یوه غړي چې نه‌ یې غوښت نوم‌ یې واخېستل شي ازادي راډيو ته وویل، د تخنیکي ستونزو او له دغه ۲۵۰ کسیز لېست سره د طالبانو د مخالفت له وجې د دوی سفر د څو ساعتونو لپاره ځنډېدلی دی.

تر اوسه دا نه‌ده څرګنده چې:

  • دغه ځنډ لنډمهالی دی؟
  • او که حکومت قطر ته د دغه پلاوي پر استولو له سره غور کوي؟

افغان حکومت ویلي، د قطر غونډه به د روانې اپریل میاشتې له ۱۹مې تر ۲۱مې د قطر په مرکز دوحه کې جوړه شي.

وسله‌والو طالبانو د افغانستان د حکومت له اعلان شوي لېست سره مخالفت ښودلی او ویلي دي چې دوی په‌ دغه نوملړ کې یوازې له یوشمېر مشخصو قومي مشرانو او شخصیتونو سره وګوري.