افغانستان کې د شکنجه کولو کچه کمه شوې ده: ملګري ملتونه

ملګري ملتونه وايي په افغانستان کې د هغو کسانو د شکنجه کولو د مخنیوي په هڅو کې حوصله بخښونکی پرمختګ شوی دی چې د روانې جګړې په تړاو نیول شوي دي.

دا خبره د ملګرو ملتونو د مرستندویه ماموریت او د ملګرو ملتونو د بشري حقونو دفتر د اپرېل پر ۱۷مه په خپل تازه رپوټ کې کړې ده.

رپوټ لیکي چې افغان حکومت د ځورونو ختمولو لپاره د خپل پلان په عمليکولو کې پرمختګ کړی دی خو لا هم ډېر کار پاته دی.

په دې رپوټ کې د ۲۰۱۷م کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې د ۲۰۱۸ کال د ډسمبر تر ۳۱مې د ۲۸ ولایتونو په ۷۷ مرکزونو کې له بندي ۶۱۸ کسانو سره خبرې شوې دي.

د رپوټ په وینا ، وهل د شکنجه کولو تر ټولو زیاته کارېدونکې طریقه بلل شوې ده.

زیاتره بندیانو ویلي چې دوي د دې لپاره وهل کېږي چې جرم ومني او چې کله یې ومني بیا یې وهل ودرول شي.