پر پاکستاني خبریال د ترهګرۍ لګېدلي تورونه غندو: بې پولې خبریالان

پاکستانی خبريال شاهزېب جېلاني د د انټرنیټي ترهګرۍ تر تورونو لاندې دی

د بې پولې خبريالانو سازمان پر يوه پاکستاني خبريال شاهزېب جېلاني د انټرنيټي ترهګرۍ او د پاکستانيو ادارو د بدنامولو په څېر د لګول شويو تورونو غندنه کړې ده.

دې خبريال ته د شورو پر ورځ د کراچۍ په يو عدالت کې د حاضرېدو امر شوی.

د بې پولې خبريالانو سازمان اعلاميه وايي، جېلاني له بی بي سي او له جرمن راډيو سره خبريال پاته شوی او دا مهال د دنيا نيوز په نوم د اردو ژبې له يوه پاکستاني ټي وي چېنل سره کار کوي.

پر نوموړي تور دی چې د پاکستان برېښنايي جرمونو مخنيوي قانون د څلورو مادو په سرغړونو سره یې د هغه هېواد د معتبرو ادارو د بدنامولو هڅه کړې ده.

د سپريم کورټ يو وکيل د شاهزېب جیلاني خلاف عدالت ته تللی او دريځ يې وو چې نوموړي د ۲۰۱۷ز کال د دسمبر پر اتمه په يوه ټيليويژني خپرونه کې د پاکستانيو ادارو پرضد خبرې کړې وې.

د اسيا پيسیفیک لپاره د بې پولې خبريالانو سازمان مشر ډینيل بسترډ د پاکستان له عدالته غوښتي چې د جیلاني پرضد جوړه مقدمه ختمه کړي.

نوموړي زياته کړې، د ډېر خپګان ځای دی چې پاکستانۍ ادارې د تحقيقاتو فېدرالي ادارې په کارولو سره د هېواد د خبريالانو خاموشه کول پيل کړي دي.

جېلاني، چې ورباندې د انټرنيټي ترهګرۍ تورونو تر لګېدو وروسته عدالت په ضمانت خوشې کړی وو، ياد سازمان ته ويلي، پرضد يې د مقدمې اصلي علت د ده هغه وروستی رپورټ دی چې په پاکستان کې د ورک کړل شويو کسانو په اړه يې جوړ کړی وو.

نوموړي زياته کړې، د دنيا ټي وي مشرتابه د ده پرضد د عدالتي مقدمې په لړ کې ځان غلی کړی دی.