د کابل سیند پر غاړه به ډانګې ووهل شي

آرشیف، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني د کابل ښار د کلا واحد په سیمه کې له سېلاو ځپلو کورنیو سره د مرستو ژمنه وکړه.

نوموړي د اپرېل په ۱۶مه یوې ولسي غونډې ته وویل، له هغو کسانو سره به چې په‌ دې سیمه کې یې د کابل سیند غاړې نیولې دي، قانوني چلند وشي.

ولسمشر له خلکو سره ژمنه وکړه چې د کابل سیند پر غاړه به ډانګې ووهي چې د اوبو اوښتو مخه ونیول شي.

ولسمشر ویلي چې د ښار په پنځمه او شپږمه ناحیه کې ۱۲۰ کورنۍ به چې کورونه‌ یې سېلاو وړي، په نورو سیمو کې ځای کړي.