افغان فعالان د ولسواکه نظام په موجودیت کې سوله غواړي

شنونکي وايي زیاتره افغانان پر ټولنیزو رسنیو د هېواد د نظام دفاع کوي

پراګ - په افغانستان کې شنونکي وايي، په هېواد کې د ښاري او کلیوالو ځوانانو اکثریت د اوسني نظام د بقا او له طالبانو سره د خبرو ملاتړي دي.

دوی د اپرېل پر ۱۰مه له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې په تېرو شاوخوا پېنځو کلونو کې بالعموم او له تېرو څو میاشتو راهیسې په ځانګړي ډول، پر ټولنیزو رسنیو د فعالانو بحثونه ښيي چې د هېواد ګڼ وګړي له طالبانو سره د سولې د یوې داسې موافقې پلویان دي چې له کبله یې د افغانستان اوسنی ولسواکه یعنې ډېموکراټیکه نظام زیانمن نشي.

شنونکي دا څرګندونې پر داسې مهال کوي چې د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد اوسمهال هم د سیمې په سفر دی او تر دې مخکې یې په متحده عرب اماراتو او قطر کې له طالب استازو سره د خبرو پېنځه پړاوونه بشپړ کړي دي.

طالبانو د افغان چارواکو او خلیلزاد پر بیا بیا ویناګانو سربېره تر اوسه له افغان حکومت سره له مخامخ خبرو انکار کړی دی.

دوی ته به ډېره سخته وي چې تر هغو مقیدو قوانینو چې د طالبانو په وخت کې پر هېواد باندې حاکم ول، لاندې ګوزاره وکړلای شي
غفور لېوال

په کابل کې د سیاسي چارو شنونکی یونس فکور وايي، ټولنیزې او دودیزې رسنۍ څاري او په بېلا بېلو سیمو کې له خلکو سره ویني.

دی وايي، له تېرو څو کلونو راهیسې ویني چې که ځوانان د حکومتي پالیسیو مخالفت هم کوي، د اوسني ډېموکراټیک نظام بدیل نه ویني:

"زه هم میډیا کې یم، ګورم، مطالعه کوم. اکثریت ځوانان او هغه څوک چې [پر ټولنیزو رسنیو] نوشتې [یعنې لیکنې] کوي، باوجود د دې چې د حکومت له پالیسیو سره موافق نه وي، خو دغه نظر وړاندې کوي. د هغوی له جملې زه خپله هم یم، نیوکې لرم، ښه حکومتداري نشته، [اداري] فساد دی یا هر شی [خو] خبره که له طالبانو سره د [مذاکراتو وي] نو موږ وايو چې تېرې تجربې باید تکرارې نشي. نظام پر ځای واوسي، اردو پر ځای، پولیس پر ځای. طالبان دې راشي، خو قانون اساسي به اساس وي، دغه 'اسلامي جمهوري' به اساس وي."

لیکوال او شاعر سید رضا محمدي وايي، اکثریت ځوانان دې ته خوشاله دي چې طالبان دې په اوسني نظام ورګډ شي: "زه له دې سره همنظره نه یم چې ګوندې خلک او ځوانان دا وايي چې هر کس چې واکمن وي، خیر دی خو طالبان دې نه راځي. زما په فکر، خلک او نوی نسل له طالبانو سره د سولې پلویان دي او دې ته خوشاله دي چې طالبان په نظام ورګډ شي."

له هغه وخت راهیسې چې د افغانستان سولې په اړه بېلا بېلې غونډې شوې دي، داسې وړاندیزونه هم شوي دي چې په هېواد کې دې ولسمشریزې ټاکنې وځنډېږي او یو داسې انتقالي یا لنډمهاله حکومت دې جوړ شي چې پر اساس یې وروسته طالبان هم د چارو برخه شي او په ټاکنو کې برخه واخلي.

ټاکل شوې وه چې په افغانستان کې د ۲۰۱۹ز کال د جولای په میاشت کې ولسمشریز انتخابات وشي، خو د هېواد د ټاکنو کمېسیون وځنډول او اوس یې په سېپټېمبر کې د انتخاباتو ویلي دي.

انتخابات دې د سولې د موافقې قرباني نشي.
سید رضا محمدي

تر دې مخکې ولسمشریز انتخابات د ۲۰۱۴ز کال په اپرېل کې شوي ول.

شنونکي وايي، پر فېسبوک او ټوېټر د افغان فعالانو یو لوی اکثریت د لنډمهاله ادارو جوړولو او ټاکنو د ځنډ مخالفت کوي او وايي چې دا عمل د هېواد د شاوخوا دوو لسیزو جوړ نظام ګواښي.

محمدي وايي، سوله او انتخابات جلا موضوعات دي او د هېواد راتلونکي حکومتونه باید د انتخاباتو له لارې وټاکل شي:

"د انتخاباتو موضوع خورا زیاته اساسي ده ځکه چې همدا [نظام] په تېرو ۲۰ کلونو کې د خلکو د زیار او سرښندنې لاسته راوړنه او د خلکو هیله ده. همدا لامل دی چې دا [ځوانانو] ته ډېره مهمه ده چې انتخابات دې د سولې د موافقې قرباني نشي."

یونس فکور هم ورته نظر لري او وايي، په ښارونو او کلیو کې یې له ولسي وګړو سره خبرې کړې دي او اکثریت یې پر دې متفق دی چې انتخابات کول اړین دي.

یوه افغانه نجلۍ د کابل په انټرنېټ کیفې کې فېسبوک کاروي

دی وايي، که طالبان د یوه سیاسي ګوند په توګه په ټاکنو کې برخه واخلي، ولس ورته رایه ورکړي او واکمنۍ ته ورسي نو بیا کولای شي چې په اساسي قانون کې د بدلونونو هڅې وکړي.

یو شمېر نړیوالې سروېګانې او څېړنې ښيي چې د افغانستان د نفوسو ۶۰ یا تر دې زیاته برخه، ځوانان دي. د سیاسي او ټولنیزو چارو بل شنونکی عبدالغفور لېوال همدې رپورټونو ته په اشاره وايي، د افغانستان په سیاسي او اقتصادي راتلونکې کې د ځوانانو نظر زیات مطرح دی:

"په تېرو ۱۸ کلونو کې یوه موقع وه چې دوی تعلیمات وکړل، درس یې ووایه، یو لویه برخه د دوی بهر ته ولاړل او هلته یې درس ووایه. یعنې له دنیا سره رابطه ډېره چټکه او نېږدې شوه. اوس د ټولنې دغه برخه ډېره مطرح ده او موږ یې هره ورځ وینو او ټولنیزو رسنیو ته هم د دوی لاسرسی ډېر دی. دوی ته به ډېره سخته وي چې تر هغو مقیدو قوانینو چې د طالبانو په وخت کې پر هېواد باندې حاکم ول، لاندې ګوزاره وکړلای شي."

لېوال وايي، بل لامل یې دا دی چې د طالبانو نظام پر داسې وخت جوړ شو چې افغانستان کورنۍ جګړې ځپلې وو او د ژوند هره برخه اغېزمنه شوې وه.

دی وايي، همدا لامل دی چې له تېرو څو کلونو راهیسې ځوانان پر ټولنیزو رسنیو د هېواد د نظام دفاع کوي او د دې پر سر سودا ته تیار نه دي.