پر تورخم دروازه سفري مشکلاتو هنر اغېزمن کړی: حيات افغان

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو کابل مېشتی ځوان سندرغاړی حيات افغان دی.

ده په لږه موده کې خپلو سندرو ته ګڼ شمېر مينه وال پيدا کړي.

افغان وايي، اکثره وخت وغواړي چې سندرې د پېښور په سټوډيوګانو کې جوړې کړي، خو د پاکستانۍ وېزې ترلاسه کول ورته ستونزمن شي.

د نوموړي دا خبرې او څو سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ