په میر علي کې د هدفي وژنې او ناامنۍ پرضد لاریون

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د وزیرستان ځوانانو اتحادیې یوتهـ اف وزیرستان د اپرېل په دویمه په میرعلي کې احتجاجي لاریون وکړ او په سیمه کې د هدفي وژنو او بدامنۍ ضد یې شعارونه ورکړل. احتجاج کوونکو له سیمې د ځمکې لاندې ماینونو د پاکولو او امنیت د بحالولو غوښتنه کوله. د شمالي وزیرستان استوګن وایي، په دې وروستیو کې په شمالي او جنوبي وزیرستان کې هدفي وژنې زیاتې شوي دي. د اپرېل په لومړۍ د میرعلي په عیسوړۍ کې د پاکستان د پوځ یو سرتېری د کور دننه ووژل شو.