په یوکراین کې د ولسمشرۍ ټاکنې روانې دي

د مارچ پر۳۱مه، په یوکراین کې ولسمشریز انتخابات کېږي چې پکې به په اول وار خلک د ژوند له بېلا بېلو شعبو سره تعلق لرونکو امیدوارانو څخه ولسمشر منتخب کوي.

په دغه هیواد کې ټول ۳۵ لکه رایې ورکونکي دي چې د مارچ پر ۳۱مه به د داسې یو امیدوار انتخاب کوي څوک چې د دغه هېواد په مشرقي برخه کې له پنځه کلنې جګړې نه پس د امن راوستلو او په هېواد کې د روانو درغلیو او کرپشن مخه نیولو لپاره کار وکړي.

په دې ولسمشریزو امیدوارانو کې د موجوده ولسمشر پیترو پورو شینکو پشمول موجوده او پخواني چارواکي، جرنیلان، ملت پالان، مدني فعالان او د رسنیو سره تعلق لرونکي کسان شامل دي.

دا انتخابات د یوکراین په وخت سهار پنځه بجې شروع کیږي او تر ماښام اتو بجو به جاري وي.