د مارچ ۲۸مې ويډيويي خبرونه

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د نيو زيلينډ وزيراعظمې جسېنډا ارډرن د زيارت پر ورځ د ټولنيزې ميډيا شبکې فيس بک هغه پرېکړه وستايله چې وايي، د سپین پوستو د ملتپالنې او افراطي مفکورو مخه به نيسي. هندي وګړو د زيارت پر ورځ د هغه هېواد د سيټيلايټ ضد توغندي پر کاميابې تجربې خوښي ښکاره کړه. روسيې له اوکراينه د نيولې کرايميا په سواحلو کې د شورو پر ورځ درې ورځني پوځي مشقونه پيل کړل