ترکيه: کښتۍ ډوبېدو کې درې افغان ښځې او يو ماشوم مړه شوي
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
ترک چارواکي وايي، د دې هېواد په سواحلو کې د کډوالو د یوې وړې کښتۍ ډوبېدو په پېښه کې درې افغان ښځې او یو ماشوم مړه شوي دي. حريت ورځپاڼه د ترک چارواکو په حواله خبر ورکوي چې کډوالو غوښتل د یونان لیزبوس ټاپو ته ځانونه ورسوي. چارواکي زياتوي په ډوبې شوې کښتۍ کې ۱۵ افغان او ایراني کډوال سپاره وو چې ۱۱ يې ژغورل شوي دي.
ويډيو: رويټرز
راپور او ايډيټ: احمد شاه اعظمي