د افغانستان دفاع وزارت او د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت وسلهوال طالبان ګرموي چې په جګړه ولسي وګړي د ډال او سپر په توګه کاروي.
روېټرز خبري اژانس د کندز د سیمهییزو چارواکو په حواله ویلي چې د امریکايي ځواکونو په هوايي برید ۱۳ ولسي وګړي وژل شوي دي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت د یکشنبې په شپه په یوه برېښنالیک کې ازادي راډیو ته لیکلي چې د کندز په عملیاتو کې د ناجنګي وګړیو د وژنې تورونه به وڅېړی.
"موږ د ولسي وګړیو د مرګژوبلې د مخنیوي لپاره خپل ټول وس کوو خو د طالبان د دې سرچپه له کسته د ښځو او ماشومانو تر شا پټېږي."
په لیک کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاندې دیبرا ریچارډسن زیاته کړې:
د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت په برېښنالیک کې دا هم راغلي چې همدا جمعه او شنبه له طالبانو سره د افغان ځواکونو په ۳۰ ساعته جګړه کې د طالبانو یو مرکز تر هغه وروسته تر هوايي برید لاندې راغلی چې پر افغان پوځیانو یې بریدونه کول.
بهرنیو ځواکونو ویلي چې پهدې عملیاتو کې ۹۴ طالبان وژل شوي.
طالبانو بیا ادعا کړې چې ۱۹ افغان او پنځه بهرني عسکر یې وژلي.
روېټرز اژانس بیا د ځینو هغو لاریون کوونکو خبرې هم راخیستي چې د شنبې په ورځ په کندز کې د خلکو د وژل کېدو په غبرګون راوتلي وو.
حاجي رسول چې له نورو لاریون کوونکو سرهیې یوځای د خلکو مړي کندز ښار ته راوړي، وايي نږدې خپلوان یې په هوايي برید کې ووژل شول.
نوموړي وویل:
"د شپې یوه بجه الوتکه راغلې او دوی یې بمبار کړي. د یوه کور ټول ۱۳ غړي يې شهیدان کړي. دوی ټول زما ترور، ترورزیان او د هغوی ماشومان دي. ټول زموږ خپل دي."
د افغانستان دفاع وزارت بیا وسلهوال مخالفین ګرم بولي چې په جنګ کې ملکیان سپر ګرځوي.
د افغانستان دفاع وزارت ودانۍ
د دغه وزارت ویاند قیس منګل د یکشنبې په ماښام ازادي راډیو ته وویل، افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو ته د ولسي وګړیو مرګژوبله د زغم نهده او د ځینو پېښو په اړه به جدي څېړنې وشي.
ښاغلي منګل زیاته کړه:
"دا هوايي ضربې اکثراً د دښمن په یوې ډلې اجراء کېږي. ځیني وخت داسې یو حالت منځته راځي چې دوی «وسلهوال طالبان» د ملکي وګړو له کورونو په امنیتي ځواکونو هم انداخت کوي او په الوتکو هم برید کوي. دلته تر څو کشفي عناصر فعالیت کوي په منځ کې چې کوم عکسالعمل رامنځته کېږي امکاناتیې ډېر لږ شته چې ملکي مرګژوبله رامنځته شي. دا قصدي نهدي، عمدي نهدي. دا په تېروتنه کېږي. دا په جدي توګه څېړل کېږي. عاملینیې پیدا کېږي چې دا کار چا کړی؟"
دفاع وزارت داسې وخت په هوايي بریدونو کې د ملکیانو د مرګژوبلې د دقیقې څېړنې خبره کوي چې له نن شااوخوا دوه اوونۍ مخکې افغان ولسمشر اشرف غني له افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د ملکیانو د مرګژوبلې وضاحت وغوښت.
هغه ټینګار کړی و چې د ملکیانو مرګژوبله د زغم نهده او باید په راتلونکي کې دا مرګژوبله صفر شي.
اخوا وسلهوالو طالبانو په هلمند کې د شنبې ورځې هغو چاودنو مسؤلیت په غاړه واخیست چې پهکې څلور کسان وژل شوي او ۳۱ نور ټپیان دي.
طالبانو ویلي چې چارواکي یې وژلي او ژوبل کړي هغه څه چې د ملګرو ملتونو د مرستندویه مأموریت یوناما تُند غبرګونیې پارولی.
یوناما په یکشنبه په یوه بیان کې ویلي، د ملکي حکومتي ادارو غړي ملکیان دي او د ملکیانو وژل جنګي جنایت دی.
د ملکي وګړیو د خوندیتوب او عدالت غوښتنې ډلې مشر عزیز احمد تسل د یکشنبې په شپه ازادي راډیو ته وویل، د ملکیانو مرګژوبله ورځ تر بلې مخ په زیاتېدو ده او د جګړې ښکېلې خواوې د هغوی ژوند ته پاملرنه نهکوي.
راپور: صفيالله ستانکزی