شام کې له داعش څخه وروستۍ سیمه هم ونیول شو

په باغوز سیمه کې له وسله والو سره جګړه

د امریکا ملاتړ لرونکې شامي ځواک وايي چې په شام کې یې د اسلامي دولت وسله والو له منګلو اخري سیمه ونیوله.

د شامي جمهوري ځواکونو ویاند مصطفی بالي د مارچ پر ۲۳مه په ټویټر پاڼه لیکلي چې د شام شرقي کلیواله سیمه باغوز یې ونیوله.

نوموړي د مخالفو ډلو وړاندې خپله بریا او د هغوی د واک خاتمه اعلان کړه.

شامي جمهوري ځواکونو د څو اوونیو راهیسې د عراق پر پوله د باغوز د نیولو لپاره جګړه کوله.

بالي وویل، د اسلامي دولت وسله والو هغه خلافت ته د پای ټکې کېښودل شو چې په خپل سر یې اعلان کړی و.

نوموړي د توندرویو ډلو خلاف تر هغې جګړې ته د دوام ورکولو هوډ څرګند کړ چې د نوموړي په خبره تر څو په مکمله توګه نه وي ختم شوې.