امریکا پر ایران نوي بندیزونه لګولي دي

د امریکا او ایران بیرقونه.

امریکا د ایران له اټومي پروګرام سره پر تړلي ۳۱ ساینس پوهانو ، تخنیکارانو او کمپنیو بندیزونه لګولي دي.

د مارچ پر ۲۲مه د امریکا بهرنیو چارو وزارت په یو بیان کې وویل چې بندیزونه يې د ایران د اټومي څیړنې او پرمختیا له پروګرام سره تړلي ۱۴ غړیو او ۱۷ ادارو لګولي دي.

په بیان کې ویل شوي چې دا ډله د ایران د اټومي وسلو د پروګرام مشر محسن فاخرذاده جوړه کړې وه.

د ولسمشر ټرمپ انتظامیې له وړاندې په ایران ځینې بندیزونه عملي کړي دي.

ایران وايي اټومي پروګرام يې د سوله ایزه اهدافو لپاره دی.