که موسيقي مو همداسې روانه وي، نو راتلونکی يې ښه نه وينم: ظفر فاروق

د ((هارون باچا هنري ګړۍ)) خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.

د دې اوونۍ د خپرونې مېلمه مو د خيبرپښتونخوا د نوښار نوميالی رباب غږوونکي او سندرغاړی ظفر فاروق دی.

دی وايي، د موسيقۍ د زده کړې په برخه کې يې ډېرې خوارۍ ګاللې دي.

نوموړی له حکومتي طايفو سره يو شمېر هېوادونو ته تللی، خو وايي چې لا هم کومه جايزه نه ده ورکړل شوې.

ظفر، چې يو شمېر ځوانانو ته موسيقي ورښيي، زياتوي چې د سندرو د ثبت نويو طريقو د هغو خوند خراب کړی دی.

د نوموړي دا خبرې او څو سندرې يې په خپرونه کې اورېدای شئ.

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

خپرونه دلته واورئ