نور سلطان نظربایف له نېږدې۳۰ کلنې واکمنۍ وروسته د قزاقستان د ولسمشرۍ له څوکۍ استعفا وکړه.
نېږدې درې لسیزې کار او واک او بالاخره ګوښه کېدل، نور سلطان نظربایف له ۴۹ کلنۍ څخه د قزاقستان د حکومت مشري کوله.
نوموړی چې اوس ۷۸ کاله عمر لري، د پخواني شوروي اتحاد له نړېدو وروسته یې د دې هېواد د لومړي رهبر په توګه د ۱۹۹۰م کال د اپریل پر۲۴مه کار پیل کړی و.
نظربایف د مارچ پر ۱۹مه په یوه ټلوېزیوني وینا کې اعلان وکړ چې بالاخره یې د استعفا ستونزمنه پرېکړې کړې ده.
نوموړي وویل: "سږ کال مې د هېواد د مشر په توګه د کاري دورې ۳۰مه کلیزه ده. ما د خپلو ویاړلو خلکو له خوا دا ستر ویاړ درلود چې د خپلواک قزاقستان لومړنی رهبر واوسم."
د مارچ پر ۲۰مه به قسیم توقي بایف د قزاقستان د موقت ولسمشر په توګه لوړه وکړي.
ټاکل شوې چې په دې هېواد کې په ۲۰۲۰م کال کې د ولسمشرۍ انتخابات ترسره شي.
ویل کېږي چې د نور سلطان نظربایف له خوا د استعفا ناڅاپي اعلان په قزاقستان او نړۍ کې ډېر خلک حیران کړي.
اروپايي ټولنې د نظربایف له دې اعلان وروسته نوموړی ستایلی او د سولې، ثبات، امنیت او اصلاحاتو لپاره یې د نوموړي هڅې مهمې بللې دي.
د اروپايي ټولنې د بهرنۍ پالېسۍ مشرې فدریکا موګرېني ویلي، د نظربایف د ولسمشرۍ پر مهال قزاقستان په سیمه او نړۍ کې د یو ښه همکار په توګه پاتې شو.
د قزاقستان د ولسمشرۍ دفتر وايي، نور سلطان نظربایف د دې هېواد د ولسمشرۍ له څوکۍ څخه د ګوښه کېدو پرېکړه د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره هم شریکه کړې ده او زیاته کړې یې ده چې دواړو مشرانو توافق کړی چې خپلو کې به په راتلونکې کې هم اړیکې ساتي.
د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف د پوتین او نظربایف ترمنځ ټیلیفوني خبرې تایید کړي، خو په اړه یې ډېر جزیات نه دي ورکړي.
نور سلطان نظربایف په قزاقستان کې د مشرتابه د اوږدې مودې له کبله د بشري حقونو او سیاسي فعالانو له انتقادونو سره مخ و.
اوس هم انتقادونه شته چې د قزاقستان د ملي امنیت شورا د مشرتابه څوکۍ چې نظربایف ته ورکول کېږي ډېر واکونه لري او نوموړی به لا هم پرېکړو کې مهم رول ولري.
نظربایف یو واده کړی او د داریګه، دیناره او عالیه په نوم درې لوڼې لري.