کوټه کې چاودنې څلور پولیس ټپیان کړي

په بمي چاودنه کې کارول شوی موټرسایکل

په کوټه کې د پولیسو مرستیال مشر عبدالرزاق بېګا ماښام رسنیو ته ویلي، پېښه له کوټې ښاره ۱۵کلومیټره لیرې سهېل پلو د میان غونډۍ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده. د نوموړي په خبره باروت د پولیسو ګاړي ته نېږدې په یوه موټرسایکل کې ايښودل شوی وو. له چاودنې څلور پولیس والا ټپیان شوي دي.

د پېښې ذمه واري لا چا نه ده منلې.