د ایران ولسمشر حسن روحاني پر پاکستان غږ کړی چې پر پوله ځانمرګي بريد کونکي ډلې پرضد کوټلي ګامونه واخلي.
د ايران سرکاري خبري اژانس ايرنا راپور ورکړی چې ولسمشر حسن روحاني پرون د پاکستان وزيراعظم عمران خان سره په ټيليفوني خبرو کې وويل که اسلام اباد په دې لړ کې اقدام پورته نه کړي نو د دواړو هېوادونو ترمينځ اړيکې له خطر سره مخامخ کيدای شي.
د فرورۍ په ۱۳مه پاکستان پولې ته څيرمه په ځانمرګي بريد کې د ايران انقلاب ساتونکي ۲۷ سرتيري وژل شوي وو. د دې بريد ذمه واري سني وسلوالې ډلې جيش العدل منلې وه.
د ایرنا خبري اژانس خبر ترمخه د مارچ پر نهمه حسن روحاني سره په ټيلي فوني خبرو کې د پاکستان وزيراعظم عمران خان وويل چې پاکستاني پوځیان د ترهګرو پټنځایونو ته نيږدي شوي دي او د ایران لپاره به ډیر ژر "ښه خبر" وي.