د پاکستان و هند ترمنځ د اورګاډي سروېس بیا پیل شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د سمجوته اېکسپرېس په نوم د اورګاډي دا سروېس پاکستان د فبرورۍ پر ۲۷مه تړلی وو او د بهرنیو چارو وزارت ویلي ول چې د اسلام اباد او نوي دلي ترمنځ د امنیتي حالاتو تر سمېدو وروسته به دا سروېس بیا پیل کړي. د دوشنبې پر ورځ ګڼ هندیان د لاهور د اورګاډو تمځي ته ورغلي ول چې هېواد ته ستانه شي. په اړه یې رویټرز اژانس ویډیويي رپورټ وګورئ.