سخت تشدد مختار يوسفزی اړ اېست چې په پوليسو ځان و وژني

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

جمهوري غږونه د مشال راډیو خپرونه ده چې پکې له هغو سیاستوالانو، خبریالانو، پوهانو او فعالانو سره مرکې کېږي چې په پاکستان کې یې د ولسواکۍ او د حقونو لپاره د مبارزې پر مهال زندانونه تېر کړي، مشکلات یې ګاللي او ځورېدلي دي. د دې لړۍ دا برخه د پشتونخوا ملي عوامي پارټۍ يو مشر مختار يوسفزي د مبارزې په اړه ده. نوموړی په وار وار زندانونو ته اچول شوی او د جنرال ضياولحق د مارشلا پر مهال په زندان کې ورباندې دومره سخت تشدد وشو چې هغه د پوليسو والا په غصه کولو سره په هغه د ځان وژلو هڅه وکړه. خپرونه د غږ په ځای کې اورېدای شئ.