د امریکا ولسمشر له خپل چینايي سیال سره ویني

د امریکا ولسمشر له خپل چینايي سیال سره. پخوانی عکس

د سپینې ماڼۍ سلاکار لېري کډ لو وايي، تمه ده چې ولسمشر ډونلډ ټرمپ په مارچ میاشت کې د چین له ولسمشر شي چین پینګ سره د امریکا په فلوریډا ریاست کې وویني.

دا په داسې حال کې ده چې دواړه هېوادونه تجارتي تړون ته د حتمي بڼې ورکولو هڅه کوي.

لېري فاکس بزنس چېنل ته د مارچ په لومړی نېټه ویلي، کېدای شي چې د چین او امریکا ولسمشران په راتلونکي ملاقات کې د تجارت نوې معاهده لاسلیک کړي.

نوموړي زیاته کړه په دې معاهده کې به د مالونو خوندیتوب په برخه کې قانون هم شامل وي او که چین د شرایطو سرغړونه وکړه نو امریکا به پرې ټېکسونه زیات کړي.

ولسمشر ټرمپ د فبرورۍ پر۲۴مه ویلي وو چې له بیجنګ سره یې په ورستیو خبرو کې مهمه پرمختګ کړی او د چین پر سامانونو د ټېکسونو خبره به د څه مودي لپاره ودروي.