د پاکستان په پارلمان کې پر خارجه پاليسي نيوکې وشوې

د پاکستان پارليمان وداني

د فرورۍ په پنځه ویشتمه د پاکستان په سېنټ او قامي اسمبلۍ کې د حکومت پر بهرنۍ پالیسۍ بحث وشو او اپوزېشن سياستوالو نيوکې وکړي چې د وزيراعظم عمران خان په مشرۍ د تحريک انصاف حکومت د غلطې بهرنۍ پالیسۍ له وجې ګاونډيو هېوادونو سره اړيکې تر بل هر وخت ډېرې خرابې شوې دي.

د جماعت اسلامي ګوند مشر او سينيټر سراج الحق د فرورۍ په پنځه ويشتمه سېنټ ته وويل چې د پاکستان حکومت بايد داسې پاليسيانې جوړې کړي چې د نورو هېوادونو سره يې اړيکې ښې پاتې شي. ((حکومت بايد د هند تر ګواښونو وروسته د اسلامي هېوادونو سازمان غونډه رابللې وای. افسوس خو د دې خبرې دی چې دې سازمان د هند بهرنيوو چارو وزيره ورغوښتې او هغه ورته تقرير کوي. آيا دا زموږ د بهرنۍ پالیسئ ناکامي نه ده؟))

نن موږ ته زموږ ګاونډی هېواد ايران هم موږ ته ګواښونه کوي. آيا دا د بهرنۍ چارو پالیسئ ناکامي نه ده؟
سراج الحق

د فرورۍ په ۱۳مه په ايران کې د جېش العدل وسله والې ډلې په بريد کې ۲۷ او د فرورۍ په څوارلسمه د هند په کشمير کې د جېش محمد وسله والې ډلې په حمله کې ۴۴ سرتيري ووژل شول.

دغو دواړو هېوادونو پر پاکستان تور پورې کړی او وايي چې دغه ډلې يې له خاورې فعاليت لري. اسلام اباد وايي که دې اړه ورسره شواهد شريک شي، کاروايي به وکړي.

د هند وزيراعظم نريندرا مودي پاکستان ته د خوله ماتونکي ځواب خبرداری ورکړی وو. خو د پاکستان وزیراعظم عمران خان په پارليمان کې د خپل ګوند تحريک انصاف يو هندو غړی، ډاکټر رميش کمار دهلي ته د سولې پېغام سره لېږلی وو چې د فرورۍ په پنځه ويشتمه راستون شو.

هغه مشال راډيو ته وويل د عمران خان د بهرنۍ پاليسۍ دې طريقې کار وکړ او د هند وزیراعظم او بهرنيوو چارو وزيرې سره په ملاقاتونه کې يې د سولې پېغام ورکړ. هغه زياته کړه: ((زما په خيال حالات ښه کېدو خواته روان دي. مخکې به نور هم خېر شي. د دواړو هېوادونو ترمنځ چې کومه ترينګلتيا ده، هغه به کمه شي.))

قرېشي: پخوا مې هم د پاکستان ښه دفاع کړې او اوس یې هم کوم

د پاکستان په ګاونډيانو کې افغانستان داسې يو هېواد دی چې په مسلسل ډول يې ويلي چې طالبان د پاکستان له خاورې او په ملاتړ فعاليت لری. اسلام اباد هم پر طالبانو اثر رسوخ مني خو زياتوي چې دا اثر رسوخ د سولې لپاره کاورلی شي.

په پارلمان کې د جماعت علمای اسلام (ف) ګوند غړي، مولانا اسد محمود پر حکومت نيوکې وکړي چې د دغسې پاليسيوو وجه ده چې په سيمه کې ټول هېوادونه پر پاکستان شکونه لري. ((په ګاونډ کې چې هره پېښه وشي نو هغوی پر پاکستان الزام لګوي چې زموږ د خارجه پاليسئ ناکامي ښيي. د چين اقتصادي راهدارۍ پروژې پر مهال مو چين خفه کړی. د هغوی باور مو مات کړی دی. بهرنۍ پاليسي مو کومې خواته روان کړې ده.))

مولانا اسد محمود هغو مطبوعاتي راپورونو ته اشاره کوله چې وايي پاکستان د اقتصادي راهدارۍ په پروژه کې د ډېرې ګټې تر لاسه کولو لپاره د چين سره بيا مذاکرات کول غواړي.

آيا دا د بهرنيوو چارو پالیسي ده چې د پاکستان ټول ګاونډي هېوادونه له موږ خفه دي او شکايتونه لري.
مولانا اسد محمود

خو په پارلمان کې موجود د بهرنيوو چارو وزير شاه محمود قرېشي دا رده کړه او د خپل ګوند، تحريک انصاف حکومت بهرنئ پاليسي يې مضبوطه وبلله.

هغه زياته کړه: ((چين بیلکل مطميين دی. هغوی سره مو د اقتصادي راهدارۍ پروژې د دوهمه مرحلې پلاننګ هم پوره کړی دی. په دې اړه مو ښې خبرې ورسره شوې دي. زه يې تاسو ته وروسته ليکلی تفصيل درکولی شم.))

په سېنټ کې د مسلم لېګ (ن) ګوند د تحريک انصاف پر حکومت پارلمان ته د پام نه کولو تور پورې کړ او وې ويل چې پکار وه وزيراعظم عمران خان ورغلی وای او د بهرنيوو چارو د پاليسئ په اړه د قامي اسمبلۍ له بحث يې زده کړه کړی وای. د تحريک انصاف سينېټر جاويد فېصل يې په ځواب کې ادعا وکړه چې نړۍ د عمران خان له وجې د پاکستان عزت کوي.