د هنرمندې ګلالۍ د وژنې پرضد پېښور کې لاریون

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په مردان کی څو ورځې وړاندې د یوې هنرمندې ګلالۍ د وژلو پېښې پرضد په پېښور کې د ګل په ورځ یوه احتجاجي مظاهره وشو، د هنرمندانو ټولنې دغه پېښه وغندله. په مظاهره کی د ګلالۍ خور او د ګلالۍ خاوند هم ګډون وکړ. دوی وايي پولیس دې په دغه وژنه کی ککړو کسانو ته سزا ورکړي. د مردان پولیسو په دغه پېښه کې د درج شوي ایف ای ار پر بنیاد دوه کسان نیولي دي. د ګلالۍ خور زرکه وايي د پېښې مرکزی ملزم نواب لاهم نه دی نیول شوی. د غلا غوث ویډيو