د شوال ولسونو د شناختي کارډونو پتې غواړي: شمالي وزیرستان جرګه
ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.
د شمالي وزیرستان شوال تحصیل څلور لویو قبیلو بکاخېل، جانيخېل، کابلخېل او ګربزو په دوشنبه په بکاخېلو کې یوه جرګه وکړه چې پکې یې له سرکاره ګڼې غوښتنې کولې. دوی ویل چې شوال تحصیل یې د پلار نیکه خاوره ده خو تر اوسه ورته د شوال ډومیسایل، شناختي کارډ پته، د کډوالو مرستې او نور حقونه نه ورکول کېږي. عمر وزیر یې ویډیو راپور کښلی.