خببر پښتونخوا کې بارانونه خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اړولي

د سېلاب یو پخوانی عکس

د خیبر انتظامي چارواکي وایي، د فبرورۍ پر ۲۰مه شپه د بارانونو له امله د کورونو چتونه پریوتو په پېښو کې خلکو ته مرګ ژوبله اوړېدلې ده.

د لواړګي مرستیال کمشنر محمد عمران د فبرورۍ پر ۲۱مه مشال راډیو ته وویل په تورخم باچا مېنه کلي کې د یوې کوټې چت له پریوتو دوه ماشومانې وژل شوي او دوې مېرمنې ژوبلې شوې دي.

چارواکي وایي، د تیرا په غیبي نیکه سیمه کې د یو چیک پوسټ چت راپریوتو له امله د ایف سي ځواک دوه سرتېري وژل شوي دي.

د لواړګي مرستیال کمشنر ویلي په تورخم کې یې متاثره شویو سره مالي مرسته هم کړې ده.

بلخوا د فبرورۍ پر ۲۱مه سهار د بره دیر په کارو دره کې د کور چت راپریوتو په پېښه کې درې کسان مړه شوي دي او دوه نور کسان ژوبل دي.

د پاکستان سرکاري راډیو د خبر له مخې زخمي کسان د تیمرګرې روغتون ته وړل شوي دي.

د زیاتې واورې اورېدو له امله لواري ټاپ د ټرافیک پر وړاندې تړل شوی دی.