په لغمان کې چاودنې شپږ کسان وژلي

په افغانستان کې لغمان نقشه

د افغانستان په لغمان ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې شپږ ولسي وګړي وژل شوي دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولت زي بېګا ویلي چې دا ولسي وګړي د سشنبې په ورځ هغه وخت ووژل شول چې د سورلۍ موټر یې په قرغه ولسوالۍ کې د سړک غاړي پر یوه ماین وخوت.

چا تر اوسه د دې پېښې ذمه واري نه ده منلې.