نن په برسلز کې د افغانستان په اړه د ناټو غونډه پېلیږي

په برسلز کې د ناټو د ۲۹ غړیو هیوادو دفاع وزیران. پخوانی عکس

د ناټو د ۲۹ غړیو هیوادو دفاع وزیران د فبرورۍ پر ۱۴مه د بېلجیم په پلازمینه برسلز کې د افغانستان پر امنیتي حالت خبرې وکړي.

د ناټو عمومي منشي ینس ستولتنبرګ د فبرورۍ پر ۱۳مه په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې په افغانستان کې د ناټو پوځي شتون د دې لپاره هڅې کوي چې په دغه هیواد کې سولې ته شرایط برابر شي.

ستولتنبرګ زیاته کړه چې د افغانستان د سولې په هر راز مخامخ خبرو کې باید د افغانستان د حکومت استازي وي.

طالبان د افغانستان د حکومت له استازیو سره له خبرو انکار کوي او ټینګار کوي چې که بهرني ځواکونه له افغانستانه ووځي بیا ښیي د افغانستان د حکومت له استازیو سره هم خبرې وکړي.