د بکاخېلو پنډغالي کډوال نور له بې کورۍ ستړي شوي دي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په بنو کې د بکاخېلو کډوالو پنډغالی چې په ۲۰۱۴م کال پکې د شمالي وزیرستان بې کوره کړل شوي کډوال مېشت شوي ول، ډېری ترې خپلو سیمو ته ستانه شوي دي خو د دته خېلو ګڼې کورنۍ لاهم دلته مېشتې دي چې د پاکستاینو پوځي چارواکیو په خبره سیمه یې له وسله والو پوره نه ده پاکه کړل شوې. په دغه پنډغالي کې ډېری کډوالو خپلو سیمو ته د تلو ارزو لرله. د مشال راډيو خبریال عمردراز وزیر دغه پنډغالي ته ورغلی او کډوالو سره یې د هغوی پر شته ستونزو خبرې کړې.