پېښور سکول ناورین په لړ کې د یوه پوځي چارواکي بیان قلمبند شو

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پېښور ارمي پبلک سکول د پېښې په اړه عدالتي کمیشن د پاکستان یو لوړپوړی پوځي چارواکی ورغوښتی دی او د هغه بیان يې ریکارډ کړی دی. د وژل شویو ماشومانو د میندو پلرونو تنظیم (شهداء فورم) مشرانو له مشال ریډیو سره په خبرو کې د کمیشن په کار خپل ډاډ ښودلی او هیله يې څرګنده کړې چې عدالت به هغه خلکو ته سزا ورکړي، چې د ناغېړۍ له کبله یې دغه ناورین رامنځ ته شوی وو. په دې اړه د امریکا غږ ډیوه راډیو ویډیويي رپوټ وګورئ.