د پاکستان او افغانستان سوداګري سږکال نوره کمېږي

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

د پاکستان او افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو مشر وايي، د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کمېدو لامل دا دی چې پاکستان د ټرانزېټ سوداګرۍ په موافقه کې داسې مشکلات پیدا کړي ول چې ورسره افغانستان ته د مالونو وړلو بهیر کم شو. زاهد الله شینواری وايي، افغانستان اوس د سوداګرۍ نورې لارې پیدا کړې دي. له نوموړي څخه مو په مرکه کې پوښتلي چې د پاکستان او افغانستان سوداګري څومره کمه شوې؟