د پاکستان مالي بحران او زياتېدونکې ګرانۍ لاملونه او حل؟

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

په پاکستان کې د عمران خان په مشرۍ د نوي حکومت تر جوړېدو وروسته دا هېواد له مالي بحران سره مخامخ دی. که يو خوا حکومت له چين او خليجي هېوادونو څخه د پور او مرستې اخيستو په تکل دی نو بل لور ته يې ځينې داسې اقتصادي اقدامات کړي چې وينا يې د هېواد اقتصاد پر ځان تکيه شي. خو د مالي بحران او حکومتي اقداماتو له کبله په پاکستان کې ګراني هم زياته شوې. د مشال تر رڼا لاندې بحث کې د پاکستان دغسې اقتصادي بحران او ګراني بحث کوو. ميلمانه مو د اسلام اباد اسلامک پوهنتون د معاشياتو استاد ډاکټر معراج الحق او د پاکستان د سوداګرو اتحاديي پخوانی مشر حنيف ګوهر دي.