نارنج د پېښور

ستاسې سېسټم د HTML5 په چلولو کې ستونزه لري.

نارنج د ننګرهار مشهور دي، خو په پېښور او شاو خوا سیمو کې یې هم کرونده په پراخه کچه کېږي. د چارسدې کروندګر وايي، د نارنجو بوټي ښه حاصل ورکوي، دوی یې جوس، پوټکی او دانې ټول په ښه بیه خرڅوي. د دوی په وینا، د نارنج بوټي د پټیو پر پولو کښېنوي، کم ځای نیسي او زیات حاصل ورکوي. د ډیوې راډیو خبریال ملک وقاص شاه پر ویډیويي رپورټ جوړ کړی.