لوګر: موټر بم برید، اته امنیتي سرتیري وژل شوي

په لوګر کې پر سرتېرو برید کې ۱۸ کسان مړه او ژوبل شوي

لوګر ـ افغان چارواکي وايي د جنورۍ د ۲۰مې په سهار، په لوګر ولایت کې په یوه بمي چاودنه کې اته سرتیري وژل شوي او ۱۰ نور ژوبل شوي دي.

چارواکي وايي، برید د لوګر د والي انورخان اسحاقزي او د ملي امنیت د رییس جنرال امیرجان ناصري د ګاډو په قافله شوی دی.

د پېښې ځای کې امنیتي سرتیري لیدل کېږي

د لوګر د والي ویاند شمشاد لاروي مشال راډیو ته وویل چې یاد برید د کابل ـ لوګر د لويې لارې د سفید سنګ په سیمه کې ترسره شوی، خو د لوګر والي او د ملي امنیت رییس ته په کې زیان نه دی رسیدلی.

د نوموړي په وینا، پدې برید کې د والي درې تعقیبي ګاډي هم له منځه تللي دي.

هغه زیاته کړه:

((د یکشنبې پر سهار خوا و شا ۱۰ بجې، کله چې د لوګر والي دغه ولایت ته روان وو، د کابل ـ لوګر پر لویه لار موټر بم برید شوی، چې په ترڅ کې يې د والي او ملي امنیت ریيس ۱۰ ساتونکي ټپیان شوي او اته شهیدان شوي دي، په دغه موټر بم برید کې د لوګر ملي امنیت رییس او د لوګر والي ته کوم زیان نه دی اوښتی.))

دا هم وګورئ: چارواکي: د کابل-لوګر د لويې لارې د امنیت لپاره يې عملیات پیل کړي

د لوګر د والي ویاند زیاته کړه، چې د پيښې په ځای کې کشفي او امنیتي ادارو څېړنې پیل کړي، چې مالومات به يې وروسته له رسنیو سره شریک شي.

وسله والو طالبانو د حملې ذمه واري منلې.