کاناډا سعودۍ نجلۍ ته پنا ورکړه

راهف محمد القونون

د کاناډا حکومت هغې ۱۸ کلنې سعودۍ نجلۍ ته پنا ورکړې چې ادعا یې کړې وه که خپل وطن ته ستنه شي نو د کورنۍ لخوا به یې ووژل شي.

دغه نجلۍ چې راهف محمد القونون نومېږي، په ټولينزو رسنيو له کمپاين پيلولو وروسته د نړیوالو پام ځان ته ګرځولی وو.

د کاناډا د بهرنيو چارو وزير د جنورۍ پر ۱۲مه، په ټورننټو هوايي ډګر کې د راهف القونون هرکلی وکړ. تر دې مخکې د یاد هیواد وزيراعظم اعلان کړی وو چې دغه سعودۍ نجلۍ به د کډوالې په توګه ومني.

د راهف قضيي په سعودي عرب کې د مېرمنو د حقونو په اړه بحثونه راپارولي دي. ګومان کېږي چې ډیرې ښځې د خپلو کورنیو لخوا د ناسم چلند له وجې تښتیدلې دي او په دې وروستیو کلونو کې په بهرنیو هیوادونو کې د پنا غوښتلو هڅه کوي.