د مقدونیا پارلېمان د دغه هېواد نوم بدل کړ

د مقدونيا پارلېمان يوایيني ترميم منظور کړی چې له مخې به يې د دغه هېواد نوم په شمالي مقدونيا جمهوريت بدل شي.

د جنورۍ پر۱۱مه د مقدونيا د پارلېمان په ۱۲۰ غړو کې ۸۱ د نوم بدلولو په حق کې رايي واچولې. خو د اپوزيشن ګوند مشرانو له رايو بايکاټ وکړ.

دا رايي شمېرنه د مقدونيا د وزير اعظم او د نوم د بدلون مخالفه پارلېماني غړو ترمنځ د دريو ورځنيو خبرو وروسته شوې.

د مقدونيا د نوم بدلون به مرسته وکړي چې له يونان سره د دغه هېواد د يوې لسيزې ستونزه هواره شي او د اروپايي ټولنې او ناټو سازمان په غړيتوب کې به هم دغه هېواد ته زمينه برابره کړي.