افغان او پاکستاني دیني عالمان د افغانستان پر سوله غونډه کوي: طاهري

د افغانستان سولې عالي شورا ویاند سید احسان طاهري.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي، ډېر ژر به په اسلام اباد کې د افغان او پاکستانيو دیني عالمانو ګډ کانفرنس جوړ شي.

د شورا ویاند احسان طاهري د جنورۍ پر۱۱مه له مشال راډيو سره په خبرو کې د کانفرنس دقيقه نېټه ونه ښوده خو وې ويل چې د دې غونډې جوړولو ژمنه د افغان ولسمشر له ځانګړي استازي عمر داودزي سره پاکستانيو چارواکو کړې.

پاکستان ته د عمر داودزی په مشرۍ د افغان حکومتي پلاوي څلور ورځنی سفر د جنورۍ پر۱۱مه پای ته ورسېد.

دا هم وګورئ: د امريکايي پلاوي تر سفر مخکې د عمران خان او جنرل باجوه ملاقات

بلخوا د پاکستان پوځ مشر جنرال قمر جاويد باجوه له نوي افغان سفير شکرالله عاطف مشعل سره په افغان سوله خبرې کړي.

د پاکستاني پوځ مطبوعاتي څانګې ای اېس پي ار د جنورۍ پر۱۱مه په يوه خبرپاڼه کې ويلي چې د پاکستان لپاره نوي افغان سفير د جنورۍ پر۱۱مه په راولپنډۍ پوځي هېډ کواټر کې د پوځ له مشر سره ليده کاته وکړل.

خبرپاڼه زياتوي چې دواړو خواو د سيمې په امنيتي حالاتو او د افغانستان د سولې په بهیر خبرې کړي.

په افغانستان کې د روانې جګړې ختمولو په هدف د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو پېلولو لپاره بېلابېلې هڅې روانې دي.

د سولې لپاره د امريکا بهرنيو چارو وزارت ځانګړی استازی، زلمی خليلزاد يو ځل بيا د سيمه ييزو هېوادونو په سفر دی او د افغان ولسمشر ځانګړی سلاکار، عمر داودزی هم پاکستان ته ورغلی وو.