د پاکستان وزیراعظم عمران خان ویلي دي چې حکومت یې غواړي له ترکیې سره سوداګریز او اقتصادي تعلقات پراخه کړي او په هېواد کې به ترک پانګوالو ته ټولې ضروري اسانتياوې ورکوي.
دا خبره نوموړي د جنوري پر دريمه په انقره کې د ترکیې د سوداګرۍ خونو یوې غونډې ته په وینا کې وکړه.
"زه ډاډ درکوم چې زما د حکومت موخه همدا ده چې پانګوالو ته اسانتیاوې پیدا کړم. زموږ د ابادۍ لویه برخه ځوانان دي چې کاري موقعو ته اړتیا لري او پانګونه روزګار او شتمني زېږوي."
PM Imran Khan addressed the Business Community at Türkiye Odalar ve Borsalar Birliği (TOBB) @TOBBiletisim @RHisarcikliogluThe Union of Chambers and Commodity Exchanges of Turkey is the highest legal entity in Turkey representing the business sector. #PMIKVisitsTurkey 🇵🇰🇹🇷 pic.twitter.com/joXbVMJuw5
— Prime Minister%27s Office, Pakistan (@PakPMO) January 3, 2019
عمران خان وویل، د چین پاکستان اقتصادي راهدارۍ د پروژو له کبله په هغه هېواد کې نوې اقتصادي موقعې پیدا شوې دي.
د پاکستان سرکاري راډیو د جنوري پر دریمه ماښام وویل چې وزیراعظم له یو شمېر وزیرانو سره به همدغه ورځ ترکیې ته ورسېد چې هلته به د ولسمشر رجب طیب اردوغان په ګډون له لوړپوړو چارواکو سره پر یو شمېر موضوعاتو خبرې کوي.