روس کې د ودانۍ ړنګېدو له کبله ۱۹کسان وژل شوي

په روس کې ویجاړه شوې ودانۍ

د روس د ماګنیتوګورسک سيمې په اورلاس ښار کې د یوې لوړپوړيزې ودانۍ د ړنګېدو په نتیجه کې تر اوسه د ۱۹کسانو مړینه تایید شوې ده.

دا پیښه د دوشنبې په ورځ د نوي کال ۲۰۱۹م په شپه د یوې چاودنې په نتیجه کې رامنځ ته شوه. د روس د بیړنیو حالاتو وزارت د جنورۍ پر دویمه ویلي چې تر دې ودانۍ د لاندې شویو کسانو د را ایستلو هڅې دوام لري. تر اوسه ۲۵ تنه نور لادرکه دي.

روسي چارواکي وایي، په مړيو کې دوه ماشومان هم شامل دي. د دوو ماشومانو په ګډون شپږ تنه نور له ملبې څخه ژوندي را ایستل شوي دي او روغتون ته انتقال شوي دي.

پلټونکي وایي، داسې ښکاري چې دا پېښه د قدرتي ګېس د چاودنې له کبله شوې ده. د روس تحقیقاتي ادارې ویلي چې د پېښې پر نورو لاملونو هم پلټنې کوي خو داسې نښې یې نه‌ دې موندلي چې وښیي په ودانۍ کې دې چاودېدونکي مواد ځای پر ځای شوي وي.