سعودي حکومت د نشيي موادو د قاچاق په جرم له پاکستاني وګړي سر پرې کړ

د سعودي عرب بېرغ

د سعودي عرب کورنيوو چارو وزارت په يوه خبرپاڼه کې نن [جنوري لومړۍ نېټه] وويل چې د نوي کال ۲۰۱۹م په لومړۍ ورځ يې له هغه پاکستاني وګړي سر پرې کړی چې د نشه يي موادو د قاچاق په جرم زنداني وو.

د جرمني خبري اژانس ډي پي اې د دې خبرپاڼې په حواله ويلي چې دغه سړی نظار احمد نومېده. په سعودي کې د مرګ سزا په پانسۍ سره نه بلکې په تورې سره د سر په پرې کولو عملي کېږي. دې اژانس زياته کړې چې سعودي عرب تېر کال له ۱۲۵ کسانو د سزا په توګه سرونه پرې کړي وو.